آئي جي اسلام آباد ناصر اکبر خان د عمران خان د ګرفتاري وارنټ مسله عدالت ته پريښوده
باغی ټي وی رپورټ
آئي جي اسلام آباد ناصر اکبر خان د عمران خان د ګرفتاري وارنټ مسله عدالت ته پريښوده۔
د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالت کښي د توشه خانه کيس سماعت په مهال آئي جي اسلام آباد اکبر ناصر خان عدالت ته وړاندي شو۔
آئي جي عدالت ته د بيان ورکولو په مهال وئيلي دي چې د اسلام آباد پوليس هيڅ استازي ته د عمران خان سره د ملاقات اجازه نه ده ورکړې شوې، د عمران خان عدالت ته د حاضريدو يقين هم تيره ورځ ورکړے شوے وو، زمان پارک کښې د اسلام آباد پوليس سره چا خبرې نه دي کړي۔
آئي جي اسلام آباد وئيلي دي چي د اسلام آباد پوليس باندي پټرول بمونه او ډبري ويشتلي شوي دي، پوليس اهلکار چي د وارنټ عملي کولو لپاره تللي وو د تشدد سره مخ شوي وو، پوليس اهلکارو نه حمام نه وو او وسله هم ورسره نه وه۔
اکبر ناصر خان وويل د هغو پوليس افسرانو کورنۍ ته څه ځواب ورکړم چې په لاهور کې يې زامن په ظلمونو وژل شوي دي، پخوا د پوليسو لپاره دا معمول خبره وه چې عدالت ته يې له خپلو کورونو راووځي، که يو کس رعایت شي، نو نور به. هم باید ترلاسه شي، ټول وګړي د اساسي قانون په وړاندې مساوي دي.
آئي جي زياته کړه چي د ګرفتاري وارنټ فيصله عدالت ته پريږدي۔ عدالت د آئي جي نه پوښتنه وکړه چې څومره املاک ته نقصان رسېدلے دے؟آئي جي اوويل چې د پوليس واټر کينن اور لګيدلي او ٦٥ پوليس ژوبل شوي دي۔