د مسلم ليګ ن مشرې مريم نواز د پنجاب اسمبلۍ انتخاباتو لپاره د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي
باغي ټي وی رپورټ
د مسلم ليګ ن مشرې مريم نواز د پنجاب اسمبلۍ انتخاباتو لپاره د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي۔
د مريم نواز د نامزدګۍ کاغذونه د هغې وکيل محمد اسماعيل جمع کړي دي۔
د مريم نواز لخوا د پنجاب اسمبلۍ حلقه پي پي 173 لاهور لپاره د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي شوي دي۔
د پي پي 173 ريټرننګ افسر آفتاب احمد مريم نواز ته د مارچ په 22مه نيټه په ذاتي توګه احضار کړے دے۔
مريم نواز د اليکشن ايکټ له مخې هر څوک د حاضرۍ لپاره نومولي شي.
د ۲۰۱۸م کال په تېرو عامو انتخاباتو کې له دې حلقې نه د تحریک انصاف سرفراز حسین ۲۹ زره ووټونو سره ګټلي وو، په داسې حال کې چې د مسلم لیګ ن عرفان کھوکھر د ۲۷ زرو نه زیات ووټونو سره په دویم نمبر راغلی وو.