په امریکا کې د روسیې سفیر د ډرون له وروستۍ پېښې وروسته واشنګټن ته خبرداری ورکړ

0
189

باغی ټی وی رپورټ
په امریکا کې د روسیې سفیر د ډرون له وروستۍ پېښې وروسته واشنګټن ته خبرداری ورکړ.

د رسنیو د راپورونو له مخې په تور سمندرګي کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له نسکورېدو وروسته اوس د روسیې او امریکا ترمنځ لفظي تبادله شوې ده.

په همدې حال کې په امریکا کې د روسیې سفیر واشنګټن ته خبرداری ورکړی چې د روسیې پولو ته څېرمه دې خپل میزایل الوتنې ودروي.

د روسیې سفیر وویل، موږ له امریکا هیله لرو چې په رسنیو کې له نورو توجیهاتو ډډه وکړي او د روسیې پولو ته څېرمه له خپلو جارحانه او دښمنانه الوتنو ډډه وکړي.

د روسیې سفیر ویلي چې د امریکا هر ډول وسله وال اقدام ته به د ښکاره دښمنۍ په سترګه وګورو.

Leave a reply