د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د افغانستان اسلامي بانک له رئیس او مل پلاوي سره کتلي.

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د افغانستان اسلامي بانک له رئیس او مل پلاوي سره کتلي.
14 مارچ سه شنبه 2023
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر نن سه شنبه د روان ۱۴۴۴ هـ ق کال د شعبان د میاشتې په ۲۱ نیټه په خپل کاري دفتر کې د افغانستان اسلامي بانک له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.
په دغې کتنه کې د سوداګرۍ بانکي سیستم (T T) او د خوړو او درملو د برخې سوداګرو یو شمیر نورو ستونزو باندې بحث او خبرې وشوې.
د افغانستان د اسلامي بانک مسؤولین یاده ناسته کې وویل چې (T T) یانې په مکمل ډول خلاصې دي او زیاته یې چې هر سوداګر کولای شي په ۱٪ ټیکس باندي هر هیواد ته (T T) ترسره کړي.
اړوند موضوعات
همدارنګ د یاد بانک مسؤولینو د درملو او خوړو د برخې سوداګرو او پانګوالو سره په راتلونکي کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.