د افغانستان د اسلامي امارت د اطلاعاتو وزارت وايي، په دوبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ د طالبانو حکومت ته سپارل شوې ده

باغي ټی وی رپورټ
د افغانستان د اسلامي امارت د اطلاعاتو وزارت وايي، په دوبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ د طالبانو حکومت ته سپارل شوې ده.
د افغانستان د اسلامي امارت د معلوماتو له مخې عبدالرحمن فدا په دوبۍ کې د افغانستان د سرپرست قونسل په توګه ټاکل شوی او په دوبۍ کې د افغانستان قونسلګري د طالبانو حکومت ته سپارل شوې ده.
د افغانستان اسلامي امارت ویلي چې د دوبۍ د قونسلګرۍ کنټرول د طالبانو د حکومت لپاره یوه ډیپلوماتیکه بریا وه.






