پخواني وفاقي وزير فيصل واوډا دعوه کړې ده چې د سپريم کورټ جج جسټس مظهير نقوي آډيو د ليفټننټ جنرل ريټائرډ فيض حميد لخوا ليک شوې ده

باغی ټی وی رپورټ
اسلام اباد: پخواني وفاقي وزير فيصل واوډا دعوه کړې ده چې د سپريم کورټ جج جسټس مظهير نقوي آډيو د ليفټننټ جنرل ريټائرډ فيض حميد لخوا ليک شوې ده.
فیصل واوډا دجیو نیوز پروګرام کیپیټل ټاک کښې خبرو کښې دا هم دعوه کړې وه چې د وزیراعظم شهباز شریف پشمول هغه آډیو ریکارډر چې په تیرو ورځو کښې ریکارډ شوي وو د فیض حمید لخوا ټاکل شوي وو.
فیصل واوډا وویل، دغو کسانو د پي ډي ایم حکومت له راتلو وروسته ۲۰، ۲۵ ورځې کار کړی و، چې په ترڅ کې یې دا ریکارډونه جوړ کړل او فیض حمید ته یې وسپارل.






