د پاکستان کرکټ بورډ انتظامیې کمیټې چیئرمېن نجم سیټي وايي د اسیا کپ په اړه د حکومت دریځ دا دی چې که هند دلته نه راځي نو پاکستان به هم هلته نه ځي

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان کرکټ بورډ انتظامیې کمیټې چیئرمېن نجم سیټي وايي د اسیا کپ په اړه د حکومت دریځ دا دی چې که هند دلته نه راځي نو پاکستان به هم هلته نه ځي.
د پي سي بي د انتظامي کميټۍ چيئرمېن نجم سيټي په لاهور کې د خبري غونډې په مهال وويل چې هند په دې نظر دی چې ايشيا کپ دې له پاکستانه واخستل شي.
نجم سیټي وویل چې په دې اړه یې له حکومته د دریځ غوښتنه کړې ده، د حکومت دریځ دا دی چې که هند دلته لوبه نه کوي نو پاکستان به هلته لوبه نه کوي.زموږ لوبډله په هند کې د امنیت ستونزه لري.
د دې تر څنګ مشر وویل چې د افغانستان سیریز به د تمریناتي ډګر په توګه وګڼل شي او نویو لوبغاړو ته به چانس ورکړل شي.
ده وویل چې د روزونکو د راوستلو په برخه کې له اوږدې مودې راهیسې سلا مشورې شوې دي، له حکومت څخه هم غوښتنه شوې چې له افغانستان سره لوبه وکړي او بابر اعظم دې د ملي لوبډلې کپتان پاتې شي، بابر اعظم زموږ د لوبډلې تکړه ستوری دی. زموږ نوښت، بابر اعظم زما کپتان دی، ایا کله هم ګواښ شوی و، نه، حارث رؤف سره هم خبرې شوي دي.
بل خوا چیف سلیکٹر هارون رشید ویلي، چې د لوبغاړو سره یې له خبرو وروسته ټولې پرېکړې کړې دي.





