د زنانه قاضي ته د ګواښلو په مقدمه کې د نا قابل ضمانتي گرفتاري وارنټ جاري کېدو وروستو د اسلام اباد پوليس د عمران خان د نيولو دپاره لاهور ته رسېدلی دی

0
96

باغي ټي وی رپورټ
لاهور: د زنانه قاضي ته د ګواښلو په مقدمه کې د نا قابل ضمانتي گرفتاري وارنټ جاري کېدو وروستو د اسلام اباد پوليس د عمران خان د نيولو دپاره لاهور ته رسېدلی دی .

دسرچينو له مخې داسلام اباد پوليس ټيم دخاص هيلي کاپټر په ذريعه دعمران خان دگرفتاري وارنټ سره لاهور ته رسيدلى دى.

د اسلام اباد پولیس وايي، د محکمې په حکم به عمران خان ونیول شي، په داسې حال کې چې د عمران خان د نیولو لپاره اضافي پولیس ته اړتیا ده.

د اسلام اباد عدالت د زنانه جج ته د ګواښلو په مقدمه کې د عمران خان د ناقابل ضمانت ګرفتارۍ وارنټ جاري کړی او عدالت د پي ټي ايي د چيرمين د نيولو او د مارچ په ۲۹مه نېټه د وړاندې کولو امر کړی دی.

بل خوا په لاهور کې د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان په مشرۍ کې يوه جلسه روانه ده چې پکې عمران خان هم ګډون کوي.

ياده دې وي چې تر دې وړاندې د اسلام اباد عدالت په يوه مقدمه کې د عمران خان ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ جاري کړی وو.

Leave a reply