د اطلاعاتو وفاقي وزارت له خوا څرګنده شوې ده چې د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزېب د توشه خانې کومه تحفه نه ده اخستې

0
124

باغي ټي وی رپورټ
د اطلاعاتو وفاقي وزارت له خوا څرګنده شوې ده چې د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزېب د توشه خانې کومه تحفه نه ده اخستې .

د اطلاعاتو وزارت لخوا جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي دي چې د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ټولې تحفې په توشه خانه كښې جمع كړې دي۔

بيان کې وئيل شوي دي چې مريم اورنگزيب د٢٧ لاکه ٢٥ زره روپو په ارزښت يو ساعت د٢٠٢٢م مئ په ١٩مه په توشه خانه کې جمع کړى ؤ.

ياده دې وي چې وفاقي حکومت د 2002 نه تر 2023 پورې د توشه خانې ريکارډ عام کړی دی.

وفاقي حکومت د کابينې ډويژن په ويب سائټ د توشه خانې ريکارډ اپلوډ کړے دے، د 2002 نه تر 2023 پورې د توشه خانې 466 صفحې کريکارډ اپلوډ کړے شوي دي۔

Leave a reply