په انټربینک کې د روپۍ په مقابله کې د ډالر په ارزښت کې زیاتوالی راغلې دې

باغي ټي وی رپورټ
کراچۍ: په انټربینک کې د روپۍ په مقابله کې د ډالر په ارزښت کې زیاتوالی لیدل کیږي.
د تېرې سوداګریزې اونۍ په پای کې د روپۍ په مقابل کې د ډالر ارزښت کم شو او د جمعې په ورځ ډالر په ۲۸۰ روپۍ ۷۷ پېسې بند شو.
د دوشنبې په ورځ د سوداګریزې اونۍ په لومړۍ ورځ انټربینک بازار کې د روپۍ په مقابل کې د ډالر په ارزښت کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د انټربینک کاروبار په مهال د ډالر نرخ ۲۳ پېسې ګران شوی دی، چې د یو ډالر نرخ ۲۸۱ روپۍ شو.






