د روژې له رارسېدو سره سم هم سوداګر میدان ته راوتلي، په بازارونو کې د سبزیجاتو، مېوو او د اړتیا وړ توکو بیې له اسمان سره خبرې کوي
باغی ټی وی رپورټ
د کراچۍ په بازارونو کې خرما په پنځه څلويښت روپۍ في کيلو خرڅيږي، په داسې حال کې چې پخوا په پنځوس روپۍ کيلو پياز موجود وو، اوس په بازارونو کې تر ١٥٠ روپو پورې خرڅيږي.
ښاريان وايي، چې په نورو هېوادونو کې د روژې له رارسېدو مخکې د خوراکي او نورو توکو بيې راټيټې کېږي، خو په پاکستان کې د حکومت له لوري ورته اقدامات نه کېږي.
ښاريان وايي، چې د ورځې دوه وخته ډوډۍ ستونزمنه ده، چې کله له مېز څخه غوښه ورکه شوې وي، ګران بيه مېوې او سبزي له کومه شي.