د اسلامي امارت لوړپوړو مشرانو د هیواد د حیاتي کانال قوش‌تيپې څخه لیدنه ترسره کړی.

0
210

د اسلامي امارت لوړپوړو مشرانو د هیواد د حیاتي کانال قوش‌تيپې څخه لیدنه ترسره کړی.

10 مارچ جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت لوړو پوړو مشرانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ تیره ورځ د قوش‌تېپې کانال څخه د لیدنې په موخه بلخ ولایت ته سفر کړی.

 

اقتصادي معاونیت ویلي، چې دې سفر کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حقاني په ګډون ګڼ د اسلامي امارت چارواکي ګډون کړی وو.

اقتصادي مرستیال ملا برادر له یاد ملي کانال څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې یادې پروژې کارونه د ملي پراختیا شرکت رهبرۍ او سالم مدیریت له امله د پلان سره سم پر مخ روان دي.

 

ښاغلي اقتصادي مرستیال زیاته کړې، چې اسلامي امارت د قوش‌تېپې کانال پلي کېدو ته ژمن دی او زموږ د نني راتګ له موخو څخه یوه هم دا وه تر څو خپل ملت ته ډاډ ورکړو، چې موږ د دې ملي او حیاتي پروژې بشپړېدو او په هر صورت پای ته رسولو ته ژمن یو.

اړوند موضوعات

د اوسپنې پټلۍ ادارې او ملي پراختیا شرکت ترمنځ د قوش تیپې کانال د پل جوړیدو په اړه بحث ترسره کړی.

 

لیدنه کې ملا برادر اخوند د دې پروژې مسوولین ستایلي او لازمې لارښوونې یې ورته کړې دي.

Leave a reply