د پوځ مشر سره د ملاقات په اړه د پي ټي آئي د اعتراض وروستو د جنرل عاصم منير سره د ملاقات په مهال د تاجرانو دريځ هم مخې ته راغلى دى

باغي ټي وی رپورټ
د پوځ مشر سره د ملاقات په اړه د پي ټي آئي د اعتراض وروستو د جنرل عاصم منير سره د ملاقات په مهال د تاجرانو دريځ هم مخې ته راغلى دى.
د پوځ له مشر سره د ملاقات په مهال سوداګر وايي چې په اقتصادي چارو کې د پوځ مشر مداخله او له سوداګرو سره د منظمو ملاقاتونو لړۍ د پخواني وزیراعظم عمران خان له خوا پیل شوې وه.
سوداګرو اوويل چې عمران خان مونږ ته وئيلي وو چې که تاجرانو ته کومه ستونزه وي نو تاجران دې د آرمي چيف او ډي جي آئي ايس آئي نه هم مرسته واخلي۔
یو سوداګر حتی وویل چې عمران خان پخپله د پوځ له لارې ټول سیاسي مدیریت کاوه او کله چې پوځ خپل رول ونلري، متحدین یې پریښودل، په دې کې سوداګري ټولنه څنګه مسؤلیت لري؟






