سندهـ کښې د میٹرک او انټرمیډیئټ امتحانونو او نتیجو ورکولو کار یو شخصي ادارې ته سپارل شوی دی

0
115

باغی ټی وی رپورټ
کراچۍ: سندهـ کښې د میٹرک او انټرمیډیئټ امتحانونو او نتیجو ورکولو کار یو شخصي ادارې ته سپارل شوی دی.

سنده حکومت د میټرک، انټرمیډیم امتحانونو او نتیجو د کار آوټ سورس کولو منظوري ورکړې ده چې له دې وروسته به د دواړو بورډونو د امتحانونو او نتیجو کار د بورډونو په ځای یو شخصي اداره کوي.

د بورډونو او یونیورسټیو ډیپارټمنټ لخوا د سنده ټولو میټرک او انټر بورډونو ته خطونه لیږل شوي دي.

په لیک کې ویل شوي چې د دې سیسټم هدف شفاف او عادلانه او د فساد مخنیوی دی.

صوبائي وزير اسماعيل راهو د کنټرولنګ اختياري په حيث د نظام منظوري ورکړي ده د کومي نه پس چي ټولو چيئرمين بورډونو ته د امتحاني نظام آؤټ سورس کولو هدايات شوي دي۔

Leave a reply