اسلام اباد: د اسټیټ بانک ګورنر جمیل احمد وايي، په اوکراین کې د جګړې له امله د توکو بیې لوړې شوې چې له امله یې په پاکستان کې هم انفلاسیون زیات شوی دی.

0
84

باغي ټی وی رپورټ
د اسټیټ بانک ګورنر جمیل احمد وايي، په اوکراین کې د جګړې له امله د توکو بیې لوړې شوې چې له امله یې په پاکستان کې هم انفلاسیون زیات شوی دی.

د سېنېټ د خزانې قائمه كمېټۍ غونډه د سېنېټ سېنېټر سليم مانډوي والا په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د سټېټ بانك ګورنر هم ګډون وكړو په كوم كښې چې د سټېټ بينك چارواكو د افراط زر، سود شرح او د بهرنۍ اسعارو په اړه بريفنګ وركړو۔

په غونډه كښې سناتور محسن عزيز ووئيل زمونږ حكومت سټېټ بانك ته خودمختاري وركړې خو هغوي ترې استفاده نه ده كړې٬ په پاكستان كښې د سود شرح او انفلاسيون تاريخي اوج ته رسېدلې دي۔

ګورنر سټيټ بينک کميټۍ ته وويل چې اقتصاد دا مهال له ګڼو بهرنو او داخلي چيلنجونو سره مخ دی، په يوکرين کې دجګړې له امله دخوراکي موادو بيې لوړې شوي چې له امله يې په پاکستان کې انفلاسيون هم رامينځته شوى، سږکال دکرنټ اکاؤنټ خساره اټکل شوې ده. 10 ملیارد ډالره وو

د سټيټ بينک ګورنر وئيلي دي چې د حکومت او سټيټ بينک د پاليسي اقداماتو په نتيجه کښې دا مهال د کرنټ اکاؤنټ خساره ډېره کمه ده او د روان مالي کال تر پايه به د کرنټ اکاؤنټ خساره اووه اربه ډالرو ته ورسيږي. .

جميل احمد زياته کړه چې د آئي ايم ايف سره د تړون نه وروستو به د ډالر په ذخيره کې ښه والی راشي، د راتلونکې هفتې تر اخره به د سټيټ بينک ذخائر 4.3 اربه ډالره وي.

د سټيټ بانک والي وويل، چې سږ کال د انفلاسيون کلنۍ کچه ٢٦،٥ سلنه اټکل شوې ده، سږ کال د پيسو په راکړه ورکړه کې دوه ميليارده ډالره کموالى راغلى او د لېږد رالېږد له ١٨ ميليارده ډالرو څخه ١٦ ميليارده ډالرو ته راټيټ شوى دى.

Leave a reply