پي ډي اېم، پي پي آئي او پي ټي آئي ډيموكراسي كمزوري كړې او قانون سره يې ملنډې وهلې: سیراج الحق
باغي ټی وی رپورټ
دجماعت اسلامي امير سراج الحق وايي که مرکزي حکومت په خپل حال پاتې شو نو ددواړو صوبو دانتخاباتو نتيجې به څوک په رسميت ونه پيژني، جزوي ټاکنې به نوره هم ګډوډۍ او بې ثباتۍ ته لمن ووهي او ګډوډی به راولي، په ملک کښې دې په همدې یوه ورځ ترسره شي.
خپل يو بيان كښې سراج الحق اوويل چې د اليكشن كمېشن له مخې په عامو ټاكنو 72 اربه روپۍ لګولې شوې دي٬ په جزوي ټاكنو سره به په قامي خزانې نور زیات بار راشي.
ده ووئيل پي ډي اېم، پي پي آئي او پي ټي آئي ډيموكراسي كمزوري كړې او قانون سره يې ملنډې وهلې، درې واړه ګوندونه په خپله ټاكنې غواړي، فاسد حکمران ټريكا غواړي چې عدليه، الېكشن كمېشن او نېب د دوي تابع كړي۔