د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) چيئرمېن عمران خان د پارټۍ چيئرمېنۍ نه د لرې کولو په مقدمه کې اليکشن کميشن ته خپل ځواب جمع کړی دی

0
259

باغي ټی وی رپورټ

اسلام آباد: د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) چيئرمېن عمران خان د پارټۍ چيئرمېنۍ نه د لرې کولو په مقدمه کې اليکشن کميشن ته خپل ځواب جمع کړی دی.

د عمران خان لخوا اليکشن کميشن ته جمع کړي شوي جواب کښې وئيلي شوي دي چې لاهور هائي کورټ اليکشن کميشن ته په دې مسله د هر قسمه کارروائي نه منع کړې دې نو اليکشن کميشن دې د هائي کورټ تر فيصلې پورې اوريدنه وځنډوي۔ .

عمران خان وئيلي دي چې اليکشن کميشن د نوازشريف مقدمه سپريم کورټ ته حواله کړې ده، کميشن عدالت نه بلکه د 62 ون ايف لاندې اعلاميه نشي جاري کولی.

عمران خان وئيلي دي چې اليکشن کميشن دا اختيار نه لري چې د پارټۍ چيئرمېن اهل وي او که نا اهله وي د اورېدنې يا فيصلې کولو واک نه لري، که يو اعلان وشي نو د اعلان په صورت کښې به کارروائي کولے شي چې ممبر نه شي پاتې کيدې. سر

عمران خان خپل جواب کښې وئيلي دي چې د اليکشن کميشن نوټس غير ضروري او د قانون خلاف دے د پارټي چيئرمېن شپ نه د لرې کولو مقدمه دې ختمه شي۔

ياده دي وي چي د توشه خانه کيس کښي د اين اے 95 نه د عمران خان نااهله کيدو ورسته اليکشن کميشن د پارټي چيرمين شپ نه د هغه د ليري کولو عمل شروع کړے وو او عمران خان ته ئي نوټس جاري کړے وو چي پکښي عمران خان لاهور هائي کورټ ته رجوع کړي وه۔ په دې اړه عدالت د مقدمې اورېدنه تر نامعلومې مودې پورې وځنډوله.

Leave a reply