د ګوجرانواله د ترهګرۍ ضد عدالت د وفاقي داخله وزير رانا ثناءالله د ننۍ حاضرۍ نه د استثنیٰ درخواست رد کړی او د گرفتارۍ ناقابل ضمانت وارنټ يې جاري کړی دی

0
174

باغي ټی وی رپورټ

د ګوجرانواله د ترهګرۍ ضد عدالت د وفاقي داخله وزير رانا ثناءالله د ننۍ حاضرۍ نه د استثنیٰ درخواست رد کړی او د گرفتارۍ ناقابل ضمانت وارنټ يې جاري کړی دی.

د اے ټي سي جج رانا زاهد اقبال خان د وفاقي داخله وزير رانا ثناءالله د ضمانتي ګرفتاري وارنټ جاري كړے۔

عدالت پوليسو ته امر کړى چې رانا ثناءالله دې ونيسي او په ٢٨م مارچ دې عدالت ته وړاندې کړي.

ياده دې وي چې د فرورۍ په ٢٤مه د ترهګرۍ ضد عدالت د ګجرات په صنعتي پوليس سټيشن کې درج شوي مقدمه کې د وفاقي داخله وزير ضمانتي ګرفتارۍ وارنټ جاري کړی و او پوليسو ته يې امر کړی و چې د مارچ په اوومه نېټه هغه ونيسي او عدالت ته وړاندې کړي.

نن د رانا ثناءالله لخوا د هغه وکيل ایڈووکیټ عبدالمجید عدالت ته حاضر شو او د رانا ثناءالله د حاضری نه د استثنیٰ درخواست جمع کړے شو او وئیل چې رانا ثناءالله د سرکاری مصروفیتونو له وجې عدالت ته نه شي حاضریدی. نن به په راتلونکې اوریدنه کې عدالت ته حاضر شي.

عدالت نن د حاضری نه د استثنیٰ درخواست ردولو په وخت د غیر ضمانتی ګرفتاری وارنټ جاری کړو.

ياده دې وي چې د رانا ثناءالله په ضد د (ق) ليګ د ځايي مشر شاه کاز اسلم په شکايت د ۲۰۲۲م کال د اګست په ۵ مه د ترهګرۍ ضد قانون لاندې مقدمه درج شوې وه چې پکې د چيف سيکرټري د وژنې تورونه لګول شوي وو. او د هغه کورنۍ، هغه د ګواښونو په تور تورن شوی و.

Leave a reply