د وزيراعظم شهباز شريف خاص مرستيال او د مسلم ليګ نون مشر عطا تارڑ دعوه کړې ده چې پخوانې چيف جسټس ثاقب نثار اوس هم عمران خان ته په اسانتيا ورکولو بوخت دے

0
183

باغی ټی وی رپورټ

د وزيراعظم شهباز شريف خاص مرستيال او د مسلم ليګ نون مشر عطا تارڑ دعوه کړې ده چې پخوانې چيف جسټس ثاقب نثار اوس هم عمران خان ته په اسانتيا ورکولو بوخت دے.

د وزيراعظم خاص مرستيال عطاء تارڑ د يوې خبري غونډې په مهال وئيلي دي چې پخواني چيف جسټس اوس هم ججانو ته غږ کوي چې عمران خان ته دې راحت ورکړي.

ده زياته کړه چې ثاقب نثار د عمران خان د اسانتيا په خاطر نواز شريف نااهله کړ او د انتظامي جج په ټاکلو يې سزاګانې واورولې.

له دې وړاندې پخواني چيف جسټس ثاقب نثار يو شخصي ټي وي سره مرکه کې ويلي وو چې عمران خان په ټولو معاملو کې صادق او امين نه دى اعلان کړى.

ثاقب نثار دا هم وویل چې دوی وايي زه په عدلیې کې د عمران لپاره لابنګ کوم، زه به ولې په عدلیې کې د عمران لپاره لابنګ وکړم؟ زه د خپلو ماشومانو د راتلونکي په اړه اندیښمن یم.

Leave a reply