د لاهور هائي کورټ د عدلیې د متنازعه کولو په تور د وفاقي داخله وزیر رانا ثناءالله خلاف د توهین عدالت درخواست رد کړی دی

0
89

باغی ټی وی رپورټ
د لاهور هائي کورټ د عدلیې د متنازعه کولو په تور د وفاقي داخله وزیر رانا ثناءالله خلاف د توهین عدالت درخواست رد کړی دی.

د لاهور هائي کورټ د جسټس علي باقر نجفي په مشرۍ دوه کسيزه بنچ د وکيل د اپيل اورېدنه وکړه.

د وکيل لخوا وئيل شوي وو چې رانا ثنا د عدليې خلاف خبرې کړي کوم چې د عدالت د توهين په کټګورۍ کې راځي.

جسټس علي باقرنجفي وويل د دريو شيانو ځواب راکړئ چې درخواست کونکى متاثره اړخ دى که نه؟ که عریضه کوونکی متضرر شوی اړخ نه وي، نو څنګه کولای شي په عالي محکمه کې درخواست وکړي؟ او که د سپريم کورټ په ججانو نيوکې شوې وې نو لاهور هائي کورټ کې څنګه درخواست جمع کولی شي؟

وکيل وويل دعدليې په ضد بيانولو دپاره څوک دتوهين عدالت درخواست دائر کولى شي، په سرگودها اؤ گوجرانواله کې د مريم نواز وينا واورئ، فرق به يې ليدلى شي.

قاضي علي باقرنجفي وويل، تاسو دومره زياتې قضيې راوړئ، موږ د تلويزيون د کتلو وخت نه لرو، تاسو ايمان لرئ، محکمې دومره کمزورې نه دي، تاسو ازاد ياست چې دا درخواست سپريم کورټ ته ورسوئ.
د وکيل د لومړنيو دلائلو نه پس د رانا ثناءالله خلاف د توهين عدالت درخواست ناقابل سماعت ګرځولے شوے دے۔

ياده دي وي چي ددي نه وړاندي د لاهور هائي کورټ سنگل بينچ د رانا ثناءالله په ضد د عدليه متنازعه کولو په ضد د توهين عدالت درخواست خارج کړے وو د کومي نه پس چي درخواست کونکي انټر کورټ اپيل دائر کړے دے۔

Leave a reply