د پاکستان او افغانستان تر منځ به د شل اوریزو لوبو لړۍ په راتلونکو څو ورځو کې اعلان شي.

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان او افغانستان تر منځ به د شل اوریزو لوبو لړۍ په راتلونکو څو ورځو کې اعلان شي.
دسرچينو ترمخه دپاکستان اؤ افغانستان کرکټ بورډونو ترمينځ دټي 20 سيريز وروستى مرحلې ته داخل شوى اؤ ددريوؤ ټي ټوئنټي ميچونو سيريز به په راتلونکو څو ورځو کې اعلان شي.
سرچينې وائي ددريوؤ ټي ټوئنټي ميچونو لړۍ به په شارجه کې ترسره کيږي، پاکستانۍ لوبډله به دمارچ په 23مه نيټه متحده عرب اماراتو ته ځي اؤ دټي 20 ميچونو سيريز به يوه اوونۍ کې بشپړيږي.
ویل کیږي چې دوې شل اوریزې لوبې به هم پر مخ بیول کیږي، ددې نه علاوه د ملي سلیکشن کمیټې د لوبډلې لپاره مشوره هم پیل کړې ده.دسرچينو ترمخه په ټي ټوئنټي سکواډ کې دځينو نويو مخونو دشامليدو امکان دى اؤ ځينو ته به آرام ورکولى شي، عماد وسيم، اعظم خان اؤ اساما مير په ټي ټوئنټي سکواډ کې دشامليدو امکان دى.
سرچينې وائي دافغانستان خلاف سيريز کې به موقتي کوچنگ کارکونکي ذمه واري په غاړه اخلي.





