د سندهـ هائي کورټ د سندهـ پبلک سروس کمیشن (SPSC) 2020 امتحانونو کې د بې نظمۍ له امله کاندیدانو ته په 2 میاشتو کې د بیا ازموینې امر کړی دی

باغي ټي وی رپورټ
د سندهـ هائي کورټ د سندهـ پبلک سروس کمیشن (SPSC) 2020 امتحانونو کې د بې نظمۍ له امله کاندیدانو ته په 2 میاشتو کې د بیا ازموینې امر کړی دی.
هائي کورټ د سنده پبلک سروس کميشن 2020 امتحانونو په اړه د مقدمې فيصله کړې ده.
محکمې د 2020 کاندیدانو ته امر وکړ چې په 2 میاشتو کې ازموینه بیرته واخلي.
عدالت امر کړی چې امتحانونه دې د هائي کورټ د رسمي اسائنټي او اسسټنټ رجسټرار تر څارنې لاندې ترسره شي، د سنده پبلک سروس کمېشن چيئرمېن هم په رپورټ کښې د بدلون پخلی کړی دی.
د سندهـ هائي کورټ وايي تعلیق به کار نه کوي، مسؤلین دې معلوم کړي او سزا دې ورکړي.
عدالت د سنده پبلک سروس کمېشن ته د ذمه دارانو خلاف کاروائي کولو لپاره دوه مياشتې وخت ورکړے دے او وئيلي دي چې که د قناعت وړ کاروائي ونشوه نو عدالت به پخپله فيصله کوي۔
ياده دې وي چې د سندهـ هائي کورټ د سنده پبلک سروس کميشن 2020 امتحانونو کې د جعل سازۍ او ټمپرنګ د انکشاف له امله تحريري امتحانونه منسوخ او باطل اعلان کړي وو.
د هائي کورټ رجسټرار جسټس محمد اقبال کلهوڑو او جسټس عدنان الکريم مشتمل ډبل بينچ ته وړاندې کړي شوي رپورټ کښې وئيلي شوي وو چې کميشن کارکونکو د مانيټرينګ کميټۍ نه خبرولو بغير نقلونه چک کړي او اميدوارانو ته ئي اضافي نمبرونه ورکړي دي۔






