د خېبرپښتونخوا ګورنر غلام علي وايي چې ولسمشر پخپله پنجاب کې د انتخاباتو نېټه اعلان کړې ده، غوښتل مې چې ولسمشر، چيف اليکشن کميشنر او زه په اتفاق نېټه ورکړم

باغي ټي وی رپورټ
د خېبرپښتونخوا ګورنر غلام علي وايي چې ولسمشر پخپله پنجاب کې د انتخاباتو نېټه اعلان کړې ده، غوښتل مې چې ولسمشر، چيف اليکشن کميشنر او زه په اتفاق نېټه ورکړم.
په يو بيان کې دخيبرپښتونخوا ګورنر وئيلي دي چې هيله وه چې صدر، چيف الېکشن کميشنر او زه به يوه متفقه نېټه ورکړم.
د خېبر پښتونخوا ګورنر وايي، له ولسمشر عارف علوي سره يې هم تماس نيولی، ولسمشر پخپله پنجاب کې د ټاکنو نېټه اعلان کړې ده.
هغه وويل، دا دانتخاباتو دکميسيون دنده ده چې ترتيب کړي، ټاکل شوې نيټه به ورکړم، کومه چې شته نيټه به دمحکمې د پريکړو په چوکاټ کې ترسره شي.
هغه زياته کړه چې د اليکشن کميشن پرنسپل سيکرټري ته خط اته بجې ترلاسه شو، سيکرټري په رخصتۍ ده، هغه به د دوشنبې په ورځ راشي او پخپله به خط پرانيزي.






