په پاکستان کې د ملټي نیشنل کمپنۍ مشر امیر پراچا وايي، د یوې دقیقې اندازې له مخې په هېواد کې د دوه تر درې میلیارده ډالرو په ارزښت جعلي توکي پلورل کېږي

0
86

باغي ټی وی رپورټ

په پاکستان کې د ملټي نیشنل کمپنۍ مشر امیر پراچا وايي، د یوې دقیقې اندازې له مخې په هېواد کې د دوه تر درې میلیارده ډالرو په ارزښت جعلي توکي پلورل کېږي.

په پاکستان کې د یوې ملټي نیشنل کمپنۍ مشر امیر پراچا د برانډ د تحفظ په موضوع یو سیمینار ته د وینا پر مهال وویل چې په هیواد کې د دوه تر درې ملیارده ډالرو په ارزښت د جعلي توکو خرڅلاو ملي خزانې ته میلیاردونه روپۍ تاوان رسولی دی. او بهرنۍ پانګه اچونکي، پانګه اچونه هم له خنډ سره مخ ده. ده ووئيل تير كال په هند كښې 27 اربه ډالره سرمايه كاري شوې وه په داسې حال كښې چې يوازې يو بلين ډالره په پاكستان كښې سرمايه كاري شوې وه٬ كله چې د جرمني اته كسيزه سرمايه كاري پلاوي پاكستان ته راغله نو د برانډ تحفظ په اړه يې پوښتنې وكړې۔

نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د جعلي تولیداتو بازار د مستند بازار په پرتله مخ په ډېرېدو دی.

د فایزر د درمل جوړونې شرکت یوه استازي ویلي، چې له ۲۰۰۴ کال راهیسې یې د کمپنۍ تر نوم لاندې تر ۳ میلیونو ډېر جعلي درمل نیولي دي.

هغه زیاته کړه چې د درمل جوړولو په برخه کې جعلکاري خورا خطرناکه تمامیدای شي.

Leave a reply