ګوجرانواله کښې د کور غلا په وخت د زنانو سره جنسي تيری کوونکې درې ملزمان د پوليس مقابله کښې وژلې شوې دې

0
199

باغي ټی وی رپورټ
ګوجرانواله کښې د کور غلا په وخت د زنانو سره جنسي تيری کوونکې درې ملزمان د پوليس مقابله کښې وژلې شوې دې۔

دغه غله تيره ورځ دپوليسو لخوا نيولي شوي وو، ملزمان دنيولو لپاره وړل شوي وو چي 5 نامعلومه کسانو دپوليسو په موبائل ډزي اوکړي، پوليس دعوه کوي چي ملزمان ددوي خپلو ملګرو وژلي دي۔

پيښه د لدهي والا وڑائچ سيمه کښي رامخي ته شوي ده، په مړه شوي ملزمانو کښي ذيشان، عامر او ساجد شامل دي۔

د پولیس وینا ده چې ملزمان د کور غلا په دوران کښې د زنانؤ سره د جنسي تیري په 5 مقدمو کښې ککړ وو، ملزمانو د فرورۍ په 26مه نیټه د اروپ پولیس سټېشن سیمه کښې د غلا په مهال په مور او لور جنسي تیری کړی وو او درې ورځې وروسته ملزمان یو ځل بیا د جرم کولو لپاره راغلي وو. جرم.او د دوهم ځل لپاره ښځه او لور یې وحشیانه شول.

ياده دي وي چي آئي جي پنجاب او وزيراعلي پنجاب هم د پيښي نوټس اخستي وو۔

Leave a reply