د سيکورټيز اينډ ايکسچينج کميشن آف پاکستان (SECP) د کمشنر سعديه خان د بيا تقررۍ د مخنيوي لپاره د سندهـ هائي کورټ کښې يو بل درخواست دائر کړے شوے دے

0
165

باغي ټي وی رپورټ

د سيکورټيز اينډ ايکسچينج کميشن آف پاکستان (SECP) د کمشنر سعديه خان د بيا تقررۍ د مخنيوي لپاره د سندهـ هائي کورټ کښې يو بل درخواست دائر کړے شوے دے۔

د جاوېد برکي وکيل محمد واوده د سيکيورټيز اېنډ ایکسچينج کمېشن د کمېشنر سعديه خان د تقررۍ په ضد درخواست جمع کړی دی.

درخواست کې استدلال شوي چې سعديه خان د خپلې دورې پوره کېدو وروستو د بيا تقررۍ غوښتنه کړې ده، د سعديه خان لومړۍ تقررۍ هم غير قانوني ده، د هغې د بيا تقررۍ مخه دې ونيول شي.

درخواست کښې زياته کړې شوې ده چې وفاقي حکومت سعديه خان ته کميشنر ايس اي سي پي مقررولو سره د اختياراتو غلطه استعمال کړې ولې کله چې د مفاداتو تضاد وي نو کوم کس د کمشنر په توګه نه شي ټاکلې شوې۔
سعدیه خان د ۲۰۲۰م کال په مارچ میاشت کې د SECP کمشنره وټاکل شوه او په دې وخت کې سعدیه خان د فنلینډ د قونصل جنرل اعزازي چوکۍ هم لرله.

درخواست کوونکي وايي چې په پاکستان کې د فنلنډ ګڼې کمپنۍ کار کوي، سعدیه خان پخپله فنلنډ کې د قونصل جنرال په توګه د کار کولو اعتراف کړی دی. کله چې سعدیه خان د کمیشنر په توګه وټاکل شوه، هغه د دوو شرکتونو سی ای او هم وه.

د درخواست کوونکي وکيل وويل د سعديه خان تقرر د ايس اي سي پي د پاکستان ايکټ 1997 خلاف ورزي ده، ځکه چې هغه د کمشنر ايس اي سي پي د چوکۍ لپاره معيار نه پوره کوي.

عدالت د خزانې وفاقي سيکرټري، د نيب چيئرمېن، خارجه وزارت او نورو ته نوټس جاري کړے او د اړخونو نه ئې تر 13 مارچ پورې جواب غوښتې دې۔

Leave a reply