د کندوز په مسجد کښې چاودنه ، تازه صورت حال

0
205

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان دولتۍ رسنۍ د باختر نیوز ایجنسې د رپورټ مطابق د کندوز په نن چاودنه کښې ۴۶ ولسی وګړی په شهادت رسيدلی او څه او۱۴۳ نور ټپيان شوي دی.

د رپورټ مطابق دا سیمه وس د طالبانو ځواکونو په کنټرول کښې ده او په دې برید کښې ککړو لاسونو په ضد پلټنې روانې دي.
د کندوز د نن ورځې چاودنې ذمه واری کوم ګروپ نه ده قبوله کړې خو په کندوز او ټول افغانستان کښې ددې چاودنې له وجهې ډار او خفګان خپور شوې دې چې د امریکایی فوځونو ددې هیواد نه د وتلو باوجود په دې هیواد کښې د افغان اولس وینه تویدل وس هم روان دي.
یاده دې وی چې د افغانستان اسلامی امارت په افغانستان کښې د امریکایی فوځونو د واپس وتلو نه پس دا اعلان کړې وو چې په افغانستان کښې جنګ ختم شو. وس دا سوالونه را اوچتیږي چې داسې څوک دي چې د بهرني ځواکونو د وتلو باوجود په دې منطقه او هیواد کښې جنګ تودول غواړي او د افغان اولس وینه تویدل غواړي.
طالب مشرانو له به په کار وی چې ددې ترهګرو خلاف یو داسې پلان او انتظام جوړ کړي چې نوره افغان اولس وژنه بنده شي او په دې هیواد کښې امن قایم شي.

Leave a reply