د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د قطر دوره

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیرخان متقی نورو طالب مشرانو سره د قطر په سفر تللې دې ، په دې سفر کښې متقي سره نور اهم د اسلامی امارت مشرانو هم شامل دي چې د قطر په هیواد کښې به د متقي ملګرتیا وکړي او هلته به د نورو هیوادونومشرانو سره اوګوري.
یاده دې وی چې د امارت اسلامی مشران په داسې وخت کښې د قطر دوره کوی چې نن په کندوز کښې په یو ځانمرګي برید کښې ګنړ شمیر کسان شهیدان شوي دي. په کابل کښې په هوایی ډګر د ځانمرګي برید پړه داعش ډلې په غاړه اخستې وه، د ننګرهار بریدونو ذمه واري هم داعش ډلې په غاړه اخستې ده، خو بل طرف د امارت اسلامی افغانستان ویاند ذبیح الله مجاهد وایی جې داعش په افغانستان کښې یو مزاحمت دې خو خطره نه ده، وس افغان اولس په انتظار دې او غوښتنه کوي چې طالب مشران دې داسې انتظامات وکړی چې د داعش یا بله کومه ترهګره ډله په افغانستان کښې د امن فضا خرابه نه کړي.
۱/۲ــ نن د اسلامي امارت یو لوړ رتبه هیئت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ قطر هیواد ته روان شو.
نوموړی هیئت به د قطر هیواد له چارواکو او یو شمیر نورو هیوادو له استازو سره د هیواد په اوسني سیاسي وضعیت او اړیکو خبرې کوي. pic.twitter.com/7g3ZPeYAI9— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) October 8, 2021






