پېښور هائي کورټ د خېبرپښتونخوا د قومي اسمبلۍ په څوکیو ضمني انتخابات ځنډولي دي
باغي ټی وی رپورټ
پېښور هائي کورټ د خېبرپښتونخوا د قومي اسمبلۍ په څوکیو ضمني انتخابات ځنډولي دي.
د پيښور هائي کورټ د پي ټي آئي د ايم اين ايز استعفي منظورولو او ضمني ټولټاکنو ځنډولو په ضد مقدمه محفوظ کړے ده۔
عدالت په صوبه کې د قومي اسمبلۍ په څوکیو ضمني انتخابات ځنډولي او د مارچ په 16 او 19 نیټه به د ضمني انتخاباتو لپاره د انتخاباتو شیډول هم وځنډول شي.
عدالت فریقینو ته نوټس جاري کړی او اوریدنه یې تر ۷ مارچ پورې ځنډولې ده.
ياده دې وي چې د خېبرپښتونخوا په ٢٤ قومي څوکيو ضمني انتخابات شوي وو.