ډاکټرانو د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان ته په سياسي فعاليتونو کې د ګډون لپاره شين سگنل ورکړی دی

باغی ټی وی رپورټ
ډاکټرانو د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان ته په سياسي فعاليتونو کې د ګډون لپاره شين سگنل ورکړی دی.
دسرچينو ترمخه عمران خان به په پنجاب اؤ خيبرپښتونخوا کې دډاکټرانو څخه دسياسي فعاليتونو دپيلولو اجازت ترلاسه کولو وروستو په انتخابي جلسو کې برخه اخلي.
سرچينې وائي چې عمران خان به سبا دانتخاباتي کمپاين لپاره دخپل سياسي پلان اعلان کوي اؤ په دغه مهال يې په پنجاب اؤ خيبرپښتونخوا کې دانتخاباتي غونډو دشيډول تيارولو هدايات جاري کړي دي.






