داعش یو مزاحمت دې خو خطره نه ده: ذبیح الله مجاهد

0
128

باغي ټي وي رپورټ
په افغانستان کښې د داعش ډله په اړه د افغانستان اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز سره په مرکه کښې ویلي دي چې داعش په افغانستان کښې اګرچه یو مزاحمت دې خو داسې کومه خطره نه ده، مجاهد زیاته کړه چې په کوم ځای کښې چې هم داعش څه مزاحمت کړې ، د هغه ځای نه طالب جنګیالو د منځه وړي دي.

بعضې خبریالانو او نور دفاعی شنونکو مطابق داعش نن سبا داسې مستقل خطره نه ده په افغانستان خو بیا هم دغه شنونکي زیاتوي چې د داعش ډله په افغانستان کښې د امارت اسلامی افغانستان لپاره د سر درد جوړیدۍ شي .
د افغانستان اسلامی امارت لپاره داعش ډله یو لوی چیلنج کیدۍ شي ، که امارت اسلامی په وخت باندې ددې ډلې په ضد داسې سټراټیجي خپله کړي چې له منځه ی ویسي، د نړۍ هیوادونه ځان سره په حمایت کښې واخلي او د داعش ډلې په افغانستان کښې مخنیوۍ وکړی نو دا به په افغانستان کښې امن ټینګ کړي او که داسې و نه شي نو بیا داعش ډله د طالبانو لپاره یو مستقل د سر درد او لوی چیلنج جوړیدۍ شي.
په داسې وخت کښې چې امریکایی او نیټو فوځونه د افغانستان نه وتلي او وس بیا په افغانستان کښې بدامنی او افغان او مسلمان وژنه پیل شی نو دا به ددې سیمې د خلقو یو لویه بدقسمتی وي، ددې منطقې ګاونډی هیوادونو له په کار دي چې دوی په شریکه د ترهګرو ډلو په ضد کار وکړي چې په دې منطقه کښې امن راشي، که داسې و نه شی ددې سیمې د امن لپاره د داعش او نورو ترهګرو په شکل کښې ډلې یو مستقل مزاحمت او خطره جوړیدۍ شي.

Leave a reply