امریکا وايي د پاکستان اوسنی سیاسي وضعیت د دوی داخلي مسله ده

باغي ټی وی رپورټ
امریکا وايي د پاکستان اوسنی سیاسي وضعیت د دوی داخلي مسله ده.
د بريفنګ په مهال د امريكې خارجه وزارت وياندې نيډ پرائس ووئيل پاكستان د جمهوري آئيني او قانوني اصولو ملاتړ كوي، د پاكستان موجوده سياسي صورتحال د دې هېواد داخلي مسله ده۔
هغه وویل، دوی له پاکستان سره د افغان کډوالو د کړکېچ په اړه خبرې کوي، ټول دولتونه باید د افغان کډوالو په اړه خپل مسوولیت ادا کړي.
د هند په اړه د پوښتنې په ځواب کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل چې په نړۍ کې د بيان د ازادۍ اهميت په ډاګه کېږي، د کشمير په ګډون د نړۍ د نورو جمهوريتونو د پياوړتيا لپاره د انټرنېټ اسانتياوې مهمې دي.






