د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ وايي، دا مهال د پاکستان او هند تر منځ د کور دننه خبرې اترې نه دي شوي

0
214

باغي ټی وی رپورټ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ وايي، دا مهال د پاکستان او هند تر منځ د کور دننه خبرې اترې نه دي شوي.

اسلام اباد کې هفته وار بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند وويل چې د ايټاليا په ساحل کې د کشتۍ ډوبېدو پېښه کې دوه پاکستانيان مړه شوي، ۱۷ پاکستانيان ژغورل شوي او دوه لا هم لادرکه دي.

د خارجه دفتر وياند ووئيل چې د مارچ په 8مه نېټه به خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د اسلام او زنانو په اړه كنفرنس كښې د ګډون لپاره نيويارک ته ځي۔د پاكستان لخوا جوړ شوې دغه كنفرنس به د ملګرو ملتونو په اكاډمۍ كښې كېږي۔

د خارجه دفتر وياند ووئيل د پاكستان او هند ترمېنځه په دې اړه د كور دننه خبرې اترې نه دي شوي٬ د جرمني خارجه وزير به د مارچ له څلورمې نه تر اوومې نېټې د پاكستان دوره كوي۔

ترجمان زياته کړه چې په فرورۍ مياشت کښې مقبوضه کشمير کښې په کشميريانو د هندوستان ظلمونه دوام لري، دوه کشميريان شهيدان او اووه ژوبل شوي دي، د خپلو حقونو لپاره آواز پورته کونکو باندې ډزې شوي، د 400 نه زيات کشميري مشران، صحافيان او دانشوران بنديان شوي دي. د هند زندانونه دي

Leave a reply