د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) چيئرمين عمران خان د جيل بهرو تحريک ختمولو او انتخابي کمپاين شروع کولو اعلان کړے دے

باغي ټی وی رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) چيئرمين عمران خان د جيل بهرو تحريک ختمولو او انتخابي کمپاين شروع کولو اعلان کړے دے۔
په ټوېټر خپل بيان کې عمران خان د ټاکنو په اړه د سترې محکمې د پرېکړې هرکلى وکړ او ويې ويل چې د اساسي قانون ساتنه د سترې محکمې دنده ده، سترې محکمې خپل رول په زړورتيا سره ترسره کړ.
د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان وئيلي دي چې د سپريم کورټ ننۍ فيصله په پاکستان کښې د قانون د حاکميت تصديق دے.
عمران خان د جيل بھرو تحريک د ځنډولو او په پنجاب او خيبر پښتونخوا کې د انتخاباتي کمپاين پيلولو اعلان هم وکړ.
ياده دې وي چې سپريم کورټ د پنجاب او خېبرپښتونخوا د انتخاباتو نوټيفيکيشن په مقدمه کې په ۹۰ ورځو کې دننه په دواړو صوبو کې د انتخاباتو کولو حکم کړی دی.





