وفاقي حکومت د روژې لپاره امدادي پیکج تیار کړی دی
باغي ټی وی رپورټ
اسلام آباد: وفاقي حکومت د روژې لپاره امدادي پیکج تیار کړی دی.
دسرچينو له مخې وفاقي حکومت دراتلونکې روژې مياشتې لپاره دپنځه اربه روپو سبسډي پيکج تيار کړى دى چې پکې به 19 ضروري څيزونو ته سبسډي ورکول کيږي.
دسرچينو ترمخه درمضان پيکج لاندې به سبسډي دبې نظير انکم سپورټ پروگرام لاندې رجسټرډ کسانو لپاره وي کوم چې په يوټيليټي سټورز کې ورکول کيږي.
دسرچينو ترمخه د رمضان پيکج لاندې به په اوړو، غوړي، دال، بوره او نورو ضروري څيزونو سبسډي ورکول کيږي.
سرچينې وايي، حکومت د انفلاسيون له امله د خلکو په ځانګړې توګه د ټيټې طبقې د خلکو د راحت لپاره د سبسيډي ورکولو پرېکړه کړې ده.