پاکستانۍ سندرغاړې او اداکاره حدیقہ کیاني په بلوچستان کې د سیلاب ځپلو لپاره د ۱۰۰ کورونو په جوړولو بریالۍ شوه
باغي ټی وی رپورټ
پاکستانۍ سندرغاړې او اداکاره حدیقہ کیاني په بلوچستان کې د سیلاب ځپلو لپاره د ۱۰۰ کورونو په جوړولو بریالۍ شوه.
حديقہ کياني د سيلاب نه سمدستي وروسته امدادي کارونه شروع کړل او د وسليه رح په نوم يې امدادي کمپاين شروع کړو چې پکښې د عوامو او مختلفو ادارو نه امداد راغونډ کړے شو۔
حديقہ کياني په پيل کې د کمپاين له مخې د سندهـ، بلوچستان او جنوبي پنجاب سېلاب ځپلو خلکو ته د اړتيا وړ توکي برابر کړي وو او اوس د بلوچستان د نصيرآباد د تحصيل تمبو په يوه کلي کې د ۱۰۰ کورونو په جوړولو کې بريالۍ شوې ده.
په دې اړه سندرغاړي رسنیو ته ویلي چې دوی د قربانیانو لپاره سل کورونه او همدارنګه یو ښوونځی، یو جومات او یو زیږنتون جوړ کړي دي.
په دې اړه سندرغاړي رسنیو ته ویلي چې دوی د قربانیانو لپاره سل کورونه او همدارنګه یو ښوونځی، یو جومات او یو زیږنتون جوړ کړي دي.
د حديقہ کياني په وينا په جوړو شوو کورونو دوه نيم لاکه روپۍ لګيدلي دي.
حديقہ کياني دا هم وويل چې د دې صوبې په دويمه تحصيل کې به ٢٥٠ نور کلي جوړوي خو اوس د افراطيت له امله د يوې کوټې بيه درې نيم لاکه روپو ته لوړه شوې ده.