د پنجاب او خېبرپښتونخواه انتخاباتو په اړه د سپريم کورټ د ازخود نوټس اورېدنه کې د پاکستان چيف جسټس ريمارکس ورکړی چې د آئين خلاف ورزي به نه زغمو او غواړو چې انتخابات په خپل وخت وشي.
باغی ټي وي ربورټ
اسلام اباد: د پنجاب او خېبرپښتونخواه انتخاباتو په اړه د سپريم کورټ د ازخود نوټس اورېدنه کې د پاکستان چيف جسټس ريمارکس ورکړی چې د آئين خلاف ورزي به نه زغمو او غواړو چې انتخابات په خپل وخت وشي.
د سپريم کورټ د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې د سپريم کورټ نهه کسيزه بنچ د ازخود نوټس کيس اورېدنه وکړه.
جسټس اعجازالاحسن، جسټس منصور علي شاه، جسټس منيب اختر، جسټس يحيى آفريدي، جسټس مظهر علي اکبر نقوي، جسټس جمال خان مندوخېل، جسټس محمد علي مظهر او جسټس اطهر من الله په بنچ کې شامل دي.
سترې محکمې په خپل نوټس کې درې پوښتنې راپورته کړې دي. دویمه پوښتنه دا ده چې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره به کله او څنګه له اساسي قانونه ګټه واخیستل شي؟ دریمه پوښتنه دا ده چې د عامو انتخاباتو په اړه د وفاق او صوبو مسوولیت څه دی؟
عدالت د سي سي پي او غلام ډوګر منتقلي کيس کښې د جسټس اعجازالاحسن او جسټس مظهر نقوي نوټس اخستې دې۔