د ٖپاکستان او افغانستان ترمینځ پوله تورخم نن هم تړلې ده

0
90

نصیب شاه شینواري
نن په پنځمه ورځ هم د پاکستان او افغانستان ترمینځ پوله تورخم تړلې ده چې له وجهې ی په تاریخی خیبر پاس باندې په سلګونو پاکستان صاداراتي توکي وړونکې ګاړي په بند پاتې دي.

تیره ورځ د ننګرهار د رسنیو مرکز یو خبر خپور کړې وو چې د تورخم پوله به د زیارت په ورځ خلاصه وي خو پرون د زیارت په ورځ تورخم پوله خلاصه نه شوه او دواړو اړخونو ته په زرګونو د سوداګري توکو ډک بند پاتې دي چې له وجهې ی د دواړو هیوادونو اقتصاد ته د زیان لامل دې.
ځایی سرچنیې وایی چې دواړو اړخونو ته په سلګونو مسافر هم بند پاتې دي چې له سختو ستونزو سره مخ دي او د پولې د پرانستلو غوښتنه کوي.
سرچینې وایی چې پاکستان د افغانستان حکومت څخه غوښتنه کوي چې په ټي ټي پی مشرانو فشار راوړي چې دوی خپل د پسرلي عملیات پیل نه کړي او جهګړه ودروي ، سرچینې وایی چې پاکستان داسې شواهد لري چې د ټي ټي پي مشران په افغانستان کښې دي او د پاکستان حکومت افغان چارواکو څخه غوښتنه کوي چې د ټي ټي پي په ضد اقدام وکړي.

دا خبره د یادونې ده چې په تورخم پوله سوداګرو د پاکستان او افغانستان حکومت څخه د امن لاریون په مهال غوښتنه کړې وه چې تورخم پوله دې خلاصه کړي او ستونزې او شخړې دې د خبرو له لارې هوارې کړي.

……………………..

Leave a reply