دنیا سره د امارت اسلامی نه تسلیمولو هیڅ کوم جواز نشته: ډاکټر محمد نعیم
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت دقطر سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم په یو بیان کښې ویلي دي چې د دنیا سره د امارت اسلامی افغانستان د نه تسلیمولو هیڅ کوم جواز نشته ،دوی وایی چې کوم یو داسې ملک دې چې د خپل هیواد لپاره ی په یو میاشت کښې آیین او قانوني جوړ کړې وي.
ډاکټر محمد نعیم د مشرق ټي وي په پروګرام کښې د خبرو په محال اوویل چې د امارت اسلامی حکومت د بشري حقونو نه واخله تر انتظامی امورو پورې ټول انتظامات په ښه توګه چلوي او دنیا باید چې د امارت اسلامی حکومت تسلیم کښې ځکه دوی سره د طالبانو د حکومت د نه تسلیمول هیڅ جواز نشته.
ډاکټرنعیم اوویل چې د افغانستان د آزادې لپاره د مجاهدینو د خاندان د غړو قربانۍ هم دي، د افغان کورنیو او میندو د خپلو ځامنو د مخونو لیدلو په انتظار وو، کالوکالونه ی خپل بچې و نه لیدل نو ددوی قربانې هم د نه هیریدولو دي ځکه میندو او خویندو هم خپلې وینې د وطن د آزداۍ لپاره قربان کړې او نن بهرنی ځواکونه د افغانستان نه اووتل .
نوموړي اوویل چې نړۍ مونږ نه د ښځو د نمایندګۍ پوښتنه کوي، نړۍ دې اووایی چې کوم هیواد ښځو له نمایندګي ورکړې ؟ نوموړی اوویل چې قرآن او اسلامی زمونږ لپاره د ټولو نه زیات لوی لار ښود دې او د افغانستان لپاره به هم ددې قرآن او اسلام نه یو داسې قانون او دستور جوړ کړو چې د ټولې نړۍ او انسانانو لپاره به یوه نمونه وي.