د سندهـ اطلاعاتو وزير شرجيل ميمن د پاکستان تحريک انصاف د جيل بهرو تحريک په اړه د تبصرې په مهال وئيلي دي چې پي ټي آئي دې د جيل بهرو تحريک خپل شوق پوره کړي

0
145

باغي ټي وي رپورټ
د سندهـ اطلاعاتو وزير شرجيل ميمن د پاکستان تحريک انصاف د جيل بهرو تحريک په اړه د تبصرې په مهال وئيلي دي چې پي ټي آئي دې د جيل بهرو تحريک خپل شوق پوره کړي .

خپل يو بيان کښې شرجيل ميمن اوويل چې دادو، سکر، جيکب آباد جيلونو کښې د پي ټي آئي کسانو د ميلمه پالنې لپاره انتظامات کړي شوي دي که چرې جيلونه کم شول نو رنيکوټ کښې به د پي ټي آئي لپاره خاص جيل جوړ کړي۔

ده ووئيل د عمران خان بچي په لندن كښې ګرځي راګرځي، د هغه لانګ مارچ، دھرنې او ټولې سازشونه ناکامه شوي دي۔ياده دې وي چې تيره ورځ د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د جيل بھرو تحريک په شروع کولو سره د وائس چيئرمين شاه محمود قريشي او جنرل سيکرټري اسد عمر په شمول يو شمير مشران نيول شوي وو۔

پوليس وايي د پي ټي ائي د مرکزي مشرانو په ګډون يې شاوخوا ٨٠ کسان نيولي دي.پوليس وائي چي د نيول شوؤ کسانو حتمي شميره به وروسته معلومه شي، ټول کسان د 3 ايم پي او لاندي نيولي شوي او د پي ټي آئي ټول نيولي شوي مشران او کارکنان کوټ لکپت جيل ته منتقل کړي شوي دي۔

Leave a reply