د پنجاب د اطلاعاتو وزیر عامر میر ویلي دي چې د پاکستان تحریک انصاف مشر شاه محمود قریشي فکر کاوه چې حکومت به د هغه له نیولو وروسته په مونږ چای بسکټ وخوري.

باغي ټي وي رپورټ
د پنجاب د اطلاعاتو وزیر عامر میر ویلي دي چې د پاکستان تحریک انصاف مشر شاه محمود قریشي فکر کاوه چې حکومت به د هغه له نیولو وروسته په مونږ چای بسکټ وخوري.
د جيو نيوز پروګرام “آج شاهزيب خانزاده سره” کې خبرو کې نوموړي وويل شاه محمود قريشي نيول شوی دی نو غلام نه دی.
عامر میر زیاته کړه چې د پي ټي آئي کارکنانو د پولیسو په ګاډي حمله کړې، شیشې یې ماتې کړې، د پولیس چارواکو سره یې شخړه کړې، که قانون مات کړو نو جیل ته به لاړ شي.ده ووئيل چې ولې د پي ټي آئي د خلقو زړونه مات كړے شي كوم چې ګرفتار كړې شوي دي هغه به د ښار په جېل كښې لېږلې شي چرته چې ځائې وي۔
ياده دي وي چي د پي ټي آئي جيل بھرو تحريک لاهور نه شروع شوي دي چي پکښي د پوليس ګاډي ته هم نقصان رسيدلي دي






