وزارت مالیه: د ۱۴۰۲مالي کال د بودیجې هر اړخیزه استماعیه د ریاست الوزراء مرستیالانو او کابینې یو شمیر غړو ته وړاندې شوه.

0
212

وزارت مالیه: د ۱۴۰۲مالي کال د بودیجې هر اړخیزه استماعیه د ریاست الوزراء مرستیالانو او کابینې یو شمیر غړو ته وړاندې شوه.

22 فبروري 2023

 

د مالیې وزارت له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د بودیجې هراړخیزه استماعیه د ریاست الوزراء اقتصادي او اداري مرستیالانو، ملا برادر اخند، مولوي عبدالسلام حنفي او د اسلامي امارت د کابینې د یو شمیر وزیرانو او مسؤلینو په حضور کي وړاندي سوه.

 

په دغه غونډه کي، چي د مالیې وزارت په خیبرصالون کي جوړه سوې وه، د مالیې وزارت د ملي بودیجې لوی ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال لپاره د بوديجې ترتيب سوی سند د ټولو ارقامو سره شريک سو، ددې تر څنګ د راتلونکي کال د عوايدو سطحه، احتمالي کسر، د لګښتونو پر کنټرول او ځيني نورو مهموموضوعاتو باندي هم بحث وسو.

 

تر تفصيلي استماعيې وروسته د ګډونوالو له خوا د ۱۴۰۲ مالي کال ملي بودیجې اړوند ټولو برخو کي پوښتني، نظریات او وړاندیزونه د ماليې وزارت سره شریک سول.

اړوند موضوعات

وزارت مالیه: د هیواد له ګمرکاتو په تیرو ۱۱ میاشتو کې ۱۰۰ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي.

 

 

د بوديجې رياست به د همدې لارښونو په ړنا کي د بوديجې سند نور هم غني کړي او بیا به يې د تصويب لپاره د اسلامي امارت د کابینې سره شريک کړي.

Leave a reply