د هېواد اقتصادي وضعیت ته په پام سره تمه ده چې لومړی وزیر به ژر تر ژره د کفایتي اقدامات اعلان کړي، د دولتي بنسټونو د بودیجې کمول، د دولتي کارکوونکو د امتیازاتو او اسانتیاوو کمول، د کابینې او ولسي جرګې غړي تر غور لاندې دي

0
158

باغي ټی وی رپورټ

د هېواد اقتصادي وضعیت ته په پام سره تمه ده چې لومړی وزیر به ژر تر ژره د کفایتي اقدامات اعلان کړي، د دولتي بنسټونو د بودیجې کمول، د دولتي کارکوونکو د امتیازاتو او اسانتیاوو کمول، د کابینې او ولسي جرګې غړي تر غور لاندې دي.

د نيوز ايډيټر انسټيګيشن انصار عباسي د راپور له مخې، د کابينې نيمايي غړي به معاش نه اخلي، د کابينې د پاتې غړو معاشونه به ١٥ فيصده کمېږي، د کابينې او د پارلمان د غړو امتيازات او اسانتياوې به د لوکس موټرو په ګډون کمېږي. او امنیتي پروتوکولونه به پرې شي.

د راپور له مخې، وزيراعظم به د پاكستان له چيف جسټس او عدليې څخه غوښتنه وكړي چې د عدليې په لګښتونو كې دې د حاضرو او تقاعد شويو قاضيانو، قضايي افسرانو او كاركوونكو د لګښتونو په شمول كمې وكړي.

د دې نه علاوه به د آئي بي او آئي ايس آئي صوابديدي مراعات او خفيه فنډونه محدود وي۔د خزانې وزارت او دفاع وزارت د غير جنګي دفاعي بجټ په اړه خپل تجويزونه تياروي او وزيراعظم به ئې اعلان هم كوي۔

Leave a reply