اروپايي ټولنه وايي چې زرګونه افغان کډوال باید م،م په غوښتنه ومنل شي

اروپايي ټولنه وايي چې زرګونه افغان کډوال باید د م،م پۀ غوښتنه ومنل شي
اروپايي ټولنې ویلي چې په دوو کلونو کې د ۴۲۵۰۰ افغان کډوالو د منلو په اړه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ غوښتنه منل کېدلی شي.
(2021 / 10 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
اروپايي ټولنې ویلي چې په دوو کلونو کې د ۴۲۵۰۰ افغان کډوالو د منلو په اړه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ غوښتنه منل کېدلی شي.
دوی وايي چې په دې اړه هره پرېکړه باید د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه ونیسي.
د اروپايي ټولنې د کورنیوچارو کمېشنرې یلیا جوهانسن له خطر سره د مخو افغانانو په اړه ویلي چې دا د هر چا اخلاقي مسؤلیت دی چې باید د هغو افغانانو ژوند وژغوري.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې اوسمهال شا و خوا ۸۵ زره افغانان اروپايي هېوادونو ته نیږدې د یادو هېوادو له خوا د پنا ورکولو په تمه دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې د افغان مهاجرینو ستونزو ته په کتلو دې ته اړتیا ده چې اروپايي ټولنه له ۸۵ زره افغانانو څخه خو ئې نیمايي ومني.
جوهانسن ویلي چې افغانستان کې د امریکا د جنجالي ماموریت څخه وروسته ۲۴ اروپايي هېوادونو ۲۲ زره افغان کډوال منلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو څه موده وړاندې خبر ورکړی ؤ چې ممکن راتلونکی کال ۵ لکه افغانان کډوالۍ ته اړ شي.





