د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ ډپټي سپيکر محمود جان او د هغه د دوه ملګرو خلاف د قتل او د اقدام قتل مقدمه درج کړې شوې ده
باغي ټی وی رپورټ
پيښور: د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ ډپټي سپيکر محمود جان او د هغه د دوه ملګرو خلاف د قتل او د اقدام قتل مقدمه درج کړې شوې ده۔
دپوليسو ترمخه دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ دډپټي سپيکر محمود جان اؤ عيسى خيل قم ترمينځ د ريګي سفيد سنگ په نوښار سيمه کې دجائيداد په سر شخړه روانه وه.
تيره ورځ ډپټي سپيکر د نورو ملګرو سره په متنازعه زمکه د استخراج کار شروع کړے وو چي د مخنيوي لپاره مخالف اړخ ډزي اوکړي چي له وجي ئي د محمد علي په نوم يو کس ژوبل شو۔
هغه مهال چې محمد علي لیډي ریډنګ روغتون ته وړل کېده، په لاره کې یې ساه ورکړه.
د پيښې مقدمه د ډپټي سپيکر محمود جان په شمول د دريو کسانو په ضد درج کړې شوې ده چې پکښې د قتل او د قتل د کوشش دفعات شامل کړے شوي دي۔