د کراچۍ د پولیسو په مرکزي دفتر د ترهګریز برید څخه څو ساعته وړاندې، آی جي سندھ غلام نبي میمن په شخصي توګه د مرکزي پولیسو دفتر واچ ټاور ته لاړ چې د مخکینۍ او شا ایمرجنسي دروازو امنیت وګوري او هدایات یې ورکړي

0
154

باغي ټی وی رپورټ
د کراچۍ د پولیسو په مرکزي دفتر د ترهګریز برید څخه څو ساعته وړاندې، آی جي سندھ غلام نبي میمن په شخصي توګه د مرکزي پولیسو دفتر واچ ټاور ته لاړ چې د مخکینۍ او شا ایمرجنسي دروازو امنیت وګوري او هدایات یې ورکړي.

د سي پي او ذرائعو ترمخه آئي جي سندھ غلام نبي ميمن په آئي آئي چندريګر روډ باندي د سنده پوليس هيډ آفس په جومات کښې د جمعې د لمانځه نه وروسته يوازي د سي پي او د ودانۍ شاته لاړو.
آئي جي سندھ د رېلوے لائن څنګ ته د داخلیدو ایمرجنسي چیک کړ او هلته موجود سکيورټي اهلکارو ته ئي هدایات جاري کړل د کوم نه پس ئي هغه د سی پی او د ودانۍ شاته معاینه وکړه او د عمارت واچ ټاور ته ورسیدو.

غلام نبي میمن له امنیتي پرسونل سره ولاړ و او د اورګاډي کرښې شاته خوا ته یې وکتل او هلته یې د امنیتي اندېښنو په څرګندولو سره د څار برج ته د لا نورو سنائپرانو د ځای پر ځای کولو امر وکړ.

د سي پي او زرائعو ترمخه په دي موقع د آئي جي سندھ په هداياتو د مرکزي پوليس آفس انتظامي پوليس اهلکار هم راورسيدل او سيکورټي ئي سخت کړے دے۔

دپوليسو دسرچينو له مخې دجمعې په ورځ دحساس ادارو لخوا دپوليسو ددفترونو لپاره سخت امنيتي انديښنې څرگندې شوې وې خو دزيارت په ورځ د سندهـ دپوليسو په مرکزي دفتر بريد کوونکو دکراچۍ دپوليسو په مرکزي دفتر بريد وکړو.

Leave a reply