د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان وايي، له روسیې سره د سعودي عربستان ښې اړیکې د ټولو په ګټه دي

0
201

باغي ټی وی رپورټ

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان وايي، له روسیې سره د سعودي عربستان ښې اړیکې د ټولو په ګټه دي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر په ریاض کې د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې د منځني ختیځ د هېوادونو د رول په اړه د بحث په غونډه کې وویل چې ریاض د نړۍ د تېلو د بازارونو د ثبات لپاره جدي کار کوي.

شهزاده فیصل بن فرحان ویلي، له امریکا سره په اړیکو کې ملي ګټې په پام کې لري، ریاض له واشنګټن سره پر ځینو مسایلو اختلاف لري، چې پټ نه دي.

نوموړي ویلي، دوی په سیمه کې د امنیت او ثبات لپاره له امریکا سره په ګډه کار کوي، د خلیج د همکارۍ شورا غواړي چې د اوکراین کړکېچ د خبرو له لارې حل کړي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر له ایران سره د اړیکو په اړه وویل چې له ایران سره د اړیکو په اړه زموږ دریځ روښانه دی، موږ له تهران سره خبرې کوو.

Leave a reply