د دفاع وزیر خواجه اصف د ولسمشر ډاکټر عارف علوي په اړه سختې نیوکې وکړې

باغی ټی وی رپورټ
د دفاع وزیر خواجه اصف د ولسمشر ډاکټر عارف علوي په اړه سختې نیوکې وکړې.
په ټوېټر خپل یو بیان کې ښاغلي علوي ویلي چې عارف علوي دې په خپلو آئیني ساعتونو کې پاتې شي، د انتخاباتو د کمېشن د آئیني حدودو نه تېری وکړي او په سیاست کې دې ښکیل نه شي.
ددفاع وزير وويل چې عارف علوي بايد دخپلې عهدې عزت په نظر کې ونيسي که نه نو عارف علوي دې ياد ولري چې هغه د٢٠١٨م انتخاب په نتيجه کې دصدر په چوکۍ قبضه کړې وه.
خواجه اصف د سپريم کورټ د ريفرنس او خبرداري فيصله هم شريکه کړه.
بل خوا د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله هم پر ولسمشر عارف علوي برید کړی او ویلي یې دي چې عارف علوي باید ولسمشر شي، نه د عمران خان ویاند.
هغه زياته کړه، چې عمران خان ولسمشر، سپيکر، ډپټي سپيکر او د پنجاب پخوانى والي له اساسي قانون څخه سرغړونه کړې، ولسمشر د ټاکنو د نېټې له اعلان سره هېڅ تړاو نه لري.





