لومړي وزیر شهباز شریف له متحد ګوند متحده قومي موومنٹ (پاکستان) وغوښتل چې په ضمني ټاکنو کې دې برخه نه اخلي

0
211

باغي ټی وی رپورټ
لومړي وزیر شهباز شریف له متحد ګوند متحده قومي موومنٹ (پاکستان) وغوښتل چې په ضمني ټاکنو کې دې برخه نه اخلي.

دسرچينو ترمخه شهباز شريف خالد مقبول صديقي سره په ټيلي فون تماس نيولى اؤ ورته يې په ضمني انتخاباتو کې دګډون کولو غوښتنه کړې ده.

دسرچينو له مخې خالد مقبول صديقي وزيراعظم ته وويل دکراچۍ اؤ پنجاب په سياسي حالاتو کې فرق دى، ددواړو ځايونو فيصله ضروري نۀ ده، ايم کيو ايم پخوا هم بلدياتي انتخاباتو بايکاټ کړى دى.

سرچينې زياته کړې، چې خالد مقبول صديقي له لومړي وزير څخه وغوښتل، چې د رابطې کمېټې له نظر وروسته دې له پرېکړې خبر کړي، خو خالد مقبول صديقي هم لومړي وزير ته ډاډ ورکړ، چې ډېر ژر به د همغږۍ کمېټې يوه مشورتي غونډه راوبولي.

Leave a reply