د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي دي چې هیواد مو دیوالیه شوې دی او مونږ د یو دیوالیه هیواد اوسیدونکي یو

0
175

باغي ټی وی رپورټ
سیالکوټ: ددفاع وزیر خواجه اصف ویلي دي چې هیواد مو دیوالیه شوې دی او مونږ د یو دیوالیه هیواد اوسیدونکي یو.

په سيالکوټ کې يو شخصي کالج کې کانووکيشن ته په وينا کې خواجه اصف وويل چې يو نيم کال وړاندې ددوي په خاوره کې ترهګري راړول شوه، چا داسې لوبې وکړې چې ترهگرۍ زمونږ برخه جوړه کړه، پرون ټوله شپه امنيتي خلک په جگړه بوخت وو.

هغه وويل، چا چې غږ پورته کړ هغه جلاوطن شوى او هغه څه چې په پروګرامونو کې ويل کېږي له حقيقت سره هېڅ تړاو نه لري.

خواجه اصف وویل چې زمونږ د هیواد حالات داسې دي چې مونږ د یو مفلس هیواد اوسیدونکي یو، تاسو به اوریدلي وي چې ډیفالټ یا دیوالیه کیږي، داسې شوي دي، د هیواد ټولې ستونزې د آی ایم ایف سره نه حل کیږي، د دفاع وزیر زیاته کړه، چې ما ډېر وخت په اپوزیسیون کې تېر کړی او په تېرو ۳۲ کلونو کې مې د سیاست زوال لیدلی دی.

دوی وویل چې موږ ترهګر په خپل کور کې راوستي، دوه کاله وړاندې بېرته د پاکستان خاورې ته راوستل شوي، دوی سوله ییز خلک دي او د پاکستان د قانون او اساسي قانون مطابق به ژوند کوي.

Leave a reply